د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې لا هم ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او دغه سازمان په ۲۰۲۶ کال کې د ۱.۳ میلیونه ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د خدماتو رسولو هدف لري. یونیسف په خپله اېکس پاڼه له خپاره کړي انځور سره لیکلي، حمتا چې یوازې یو کال عمر لري، له شدیدې حادې خوارځواکۍ سره مخ وه چې له پېژندنې وروسته ورته روغتیايي پاملرنه او ژغورونکي درملیز خواړه ورکړل شوي دي. دغه سازمان زیاتوي، پر خوارځواکۍ اخته ماشومان له پېژندنې وروسته اړین روغتیايي خدمات او درملیز خواړه ترلاسه کوي، چې کولی شي د هغوی روغتیايي وضعیت ښه کړي.































