د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د سپتمبر په ۱۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د ځمکې ښويېدنې پېښې له رامنځته کېدو وروسته، چين په خپلو مصیبت ځپلو سيمو کې د ژغورلو چارو تر څنګ نيپال ته هم لاس ورکړی او د ژغورلو چارو کې يې ورسره مرسته کړې ده.
ګوه جيا کون زیاته کړې، چين او نيپال دوه دوديز دوست ګاونډي هېوادونه دي او چين به د نيپال له اړتياوو سره سم، د دغه هېواد د ځپل شوو سيمو په بيارغونه کې تر وسې مرسته وکړي. چين باور لري چې د نيپال خلک به د خپل حکومت تر لارښوونې لاندې پر دې پېښې بريالي شي او په نږدې راتلونکي کې به خپل کورونه بيا ورغوي.































