چين ميډيا ګروپ د سپتمبر په ۲۳مې نېټې د ټيسلا له لومړي اجراييوي مدير ايلان ماسک سره ځانګړې مرکه کړې ده.
نوموړي په مرکې کې د چين د بازار، پرمختللو ټکنالوژیو او راتلونکو همکاريو په اړه خپلې نظريې او احساسات شريک کړي دي.
ماسک د چين دولت رئيس شي جين پينګ يو ستر مشر بللی او په خبره يې، د خپلو تجربو له مخې يې دا درک کړې، چې چين د رئيس شي جين پينګ د رهبرۍ په رڼا کې لوی برياليتوبونه موندلي او هرکال پکې لوی بدلونونه رامنځته کېږي. نوموړي ويلي، په چين کې نوې ودانۍ او نوي بنسټيز تاسياست جوړ شوي او د عامو خلکو د ژوند کيفيت يې هم ډېر لوړ شوی دی.
ماسک يادې پايلې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ لاسته راوړنې بللي او د نوموړي د غښتلي توان او د پام وړ برياليتوبونو ستاينه یې کړې ده.
ماسک په چين کې د ټيسلا د کاروبارو د يادولو په وخت کې په شانګهای کې د ټيسلا ګيګافابريکه هم ستايلې او ويلي يې دي، چې چين د توليدي صنعت ډېر پياوړی بنسټ لري. هغه زياته کړې، په شانګهای کې د ټيسلا د ګيګافابريکې برياليتوب پر چيني ټيم تکيه لري.
نوموړي د چين مصنوعي ځيرکتيا د لويو موډلونو هم ستاينه کړې ده.































