په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي سون لې د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د دغه سازمان د ۸۱مې عمومي اسامبلۍ «د پرمختګ د حق اعلامیې» د تصویبېدو د ۴۰مې کلیزې د یادونې لوړپوړې ناستې ته په خپلو خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د یادې اعلامیې د روحیې جدي مراعات وکړي، د ګډې همکارۍ له لارې پرمختګ ومومي او ټول خلک له بشري حقونو څخه مساوي برخمن کړي .
نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې باید د مختلفو خواوو د پرمختګ حقونه وساتي او ګډه پرمختیا یې دې وهڅوي، د پرمختګ مساوي زمینه دې جوړه کړي او له ننګونو سره د مقابلې لپاره دې متحد شي.
نوموړي زیاته کړه، د چین خلکو د پرمختیا موندلو او د پرمختګ د حق د عملي کولو لپاره ډېرې هڅې کړې او ستر بریالیتوبونه یې موندلي دي. چین په پر له پسې توګه نړیوالې همکارۍ ژورې کړې، د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز تطبیق یې هڅولی او د کمربند او لارې د باکیفیته ګډې جوړونې ته یې وده ورکړې او د سراسري جنوب او ګردې نړۍ د دوامدارې پرمختیا لپاره یې خوځنډه ځواک برابر کړی دی.































