د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وايي، د سویلي کوریا په مالي ملاتړ د ننګرهار په سوتان کلي کې د زلزلو پر وړاندې ۲۰۵ مقاومې ودانۍ جوړې شوې دي چې دوه روغتیايي مرکزونه هم پکې شامل دي. یو اېن ډي پي ویلي، له دغو ودانیو ۲۰۳ یې د راستنېدونکو په ګډون هغو زیانمنو کورنیو ته ځانګړې شوې چې د وروستۍ زلزلې له امله بېځایه شوې وې. دغې ادارې د ودانیو د جوړولو لپاره تخنیکي مشورې، انجینري تخصص او ملاتړ برابر کړی او کورنیو هم د لګښتونو له ۱۰ تر ۵۰ سلنې پورې برخه اخیستې ده. د راپور له مخې، دغو پروژو د ۱۸۸ ښځو په ګډون ۷۱۹ سیمهییزو کارګرو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.































