عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې يې د پولیو ضد واکسین نوی پړاو پیل کړ. په دغه څلور ورځني کمپاین کې به شاوخوا اته میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي. عامې روغتيا ورازت هغه ولایتونه نه دي مشخص کړي، چې دغه کمپاين پکې پلي کيږي. د پولیو پرته افغانستان» سازمان د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه کې د پوليو ضد اړوند په خپل يوه بيان کې له خلکو وغوښتل، چې د ماشومانو د پولیو د له منځه وړلو لپاره د واکسین د پروګرام له کارکوونکو سره همکاري وکړي. د رسمي راپورونو له مخې تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.