په غزني کې د ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د یوه روغتیايي مرکز د رغولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې دا روغتیایي مرکز د یاد ولایت په مرکز کې د ناروې کمېټې له لوري د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت جوړېږي. د مسؤلینو په خبره ، د دغه مرکز په جوړېدو سره به تر ډېره بریده په یاده برخه کې د ناروغانو ستونزې حل شي. په غزني کې د یاد روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې داسې مهال پیلېږي، چې لاهم د یاد ولایت د لېرو پرتو ولسوالیو خلک له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې دي او خپل ناروغان د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته وړي.