د اقتصاد سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفير جاو شینګ سره په کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا، د واخان دهلېز پر اقتصادي او ټرانزیټي ارزښت، د سوداګرۍ د کچي پر زیاتوالي د لوګر د مس عینک کان د سړک جوړولو او نورو برخو خبرې کړې دي. په دې کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل په موخه د چین سفیر د دغه هېواد له حکومت څخه د ۱۰۰ میلیونه چینایي ینه د مرستې ژمنه کړې چې ټاکل شوې له سرپرست حکومت سره په همغږۍ د بېرته راستنېدونکو د ستونزو د هواري لپاره ولګول شي.