د فراه ولایت د روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د ګوزڼ ویروس دوران د اندېښنې وړ دی او ښایې له یوه ځایه بل ځای ته په چټکۍ سره انتقال شي. د چارواکو په خبره له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال هم د ګوزڼ ویروس د خپریدو په برخه کې یو ګواښ دی. د فراه روغتیایي چارواکي د ګوزڼ ویروس دوراني حالت او له پاکستان هېواد څخه راستانه شوي کډوال هغه لاملونه بولي چې د یاد ویروس د بیا ځلې خپریدو ګواښ رامنځته کوي. د فراه د عامې روغتیا د کتلوي معافیت مسوولین وایي، چې د ګوزڼ ضد واکسین روان کمپیانونه په دې موخه تر سره کیږي چې د ګوزڼ ناروغۍ احتمالي خطرونه له منځه ولاړ شي.