د هرات ولایت د حوزوي روغتون مسوولیونو خبر ورکړی، د ورځې څه باندې زر ماشومان چې، پر موسمي ناروغیو اخته شوي دغه روغتون ته راوړل کېږي. د ډاکټرانو په خبره د هوا له ګرمېدو سره، ډېری دغه ماشومان پر نسناستي او کولرا اخته شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوولین وايي، ډېری هغه ماشومان چې د هرات د حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې ته راوړل کېږی، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي. د یادولو وړ ده، چې د هرات سربېره له څېرمه ولایتونو فراه، بادغیس او غور ولایتونو هم ناروغان د درملنې په موخه د هرات حوزوي روغتون ته د درملنې په پار ور وړل کېږي.