د پاسپورټ لوی ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېر یوه کال کې د پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي. د مسوولینو په خبره د هېواد په ۱۵ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي ډول دوام لري او په نورو ولایتونو کې هم دغه بهیر عادي حالت ته د راګرځېدو په حال کې دی. د مالوماتو له مخې د کابل په ګډون، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش وړتیا په ورځني ډول ۱۲ زرو ته لوړه شوې، چې دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ رقم دی. د یادولو وړ ده، چې د پاسپورټ لوی ریاست ته په تېر وخت کې شاوخوا یو نیم میلیون کسانو نوم لیکنه کړې وه؛ چې له دې جملې څخه ۹۹ سلنه غوښتونکو ته نوبت رسېدلی او خپل پاسپورټونه یې ترلاسه کړي دي.