د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې چمتوکوو. ډېکر دغه راز په ننګرهار، کونړ، لغمان او پنجشیر کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده. نوموړې زیاته کړې، چې موږ وضعیت څارو او له اړمنو کورنیو سره به د مرستې لپاره د خوراکي توکو، اوبو او نورو اړینو توکو په ګډون بېړنۍ مرستې چمتو کړو. دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په څو ولایتونو کې وروستیو خونړیو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د ننګرهار ولایت په ګډون د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې توپاني ورښتونو او سېلابونو ۶۰ کسان مړه او څه باندې ۳۰۰ نور ټپیانکړيدي.