د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي چې له ۱۹۸۹ کال راهيسې تر اوسه د افغانستان ۴۵ زره وګړي له جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو قرباني شوي دي. یاد بنسټ پر خپله ايکس پاڼه په یوه ليکلي بیان کې ویلي، چې دا شميرې په دې معنا دي چې هره مياشت په افغانستان کې ۱۰۰ تنه د ماين او له جګړو د پاتې توکو قرباني شوي. اوچا زياته کړې چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د قربانيانو ۸۹ سلنه ماشومان وو. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي، چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د بودجې کمښت د ماين پاکۍ برنامې او له قربانيانو سره مرسته ګواښي او د ۳.۴ میلیون تنو ژوند له خطر سره مخ کوي.