د هرات ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۱۱مه ناحیه کې د څه باندې ۷ میلیونه او ۳۰۰زره افغانیو په لګښت د یوه استنادي دیوال د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ښاوالۍ مسوولین وایي، چې دغه استنادي دېوال ۶۰۰ متره سور لري او ښاروالۍ په مالي لګښت جوړېږي. د یادولو وړ ده، چې د دغې پروژې چارې به دقراردادي شرکت له لوري د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.