اسلامي پراختیایي بانک ویلي، په تېر یو کال کې یې په کندهار کې له ۱۷ زرو څخه د زیاتو هغو ماشومانو درملنه کړې چې په سختې خوارځواکۍ اخته شوي وو. دغه بانک ویلي، چې د دغو خوارځواکو ماشومانو درملنه یې د ملک سلمان د بشري مرستو په مالي همکارۍ په هغو روغتونونو کې کړې چې د یونیسف لهخوا یې ملاتړ کېږي. د دغه بانک د راپور له مخې، دغو ماشومانو په تېرو ۱۲ میاشتو کې د خوړو روغتیایي کڅوړې له دغو روغتونونو تر لاسه کړې دي. په راپور کې دا رنګه راغلي، په همدې موده کې د ۹۵۳ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خوړو ۱۶ زره کڅوړې په کندهار کې پر دغو ماشومانو وېشل شوې دي.