د روغتیا نړیوال سازمان په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د روان کال د مې میاشتې له ۱۰ نه د جون تر ۳۰مې نېټې سلګونه زره کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي. د مالوماتو له مخې یاد سازمان له سېلابونو او طبیعي پېښو څخه د اغېزمنو شویو په ګډون څه باندې ۵۸۹ زرو کسانو ته دغه روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کړې دي. د راپور له مخې دغه سازمان په بغلان کې ۹۵ زرو او ۹۹۱ کسانو، په بدخشان کې ۳۱ زرو او ۷۱ کسانو، په غور کې ۲۲ زرو او ۴۴۸ کسانو، په تخار کې ۲۶ زرو او ۸۷۶ کسانو او په فاریاب کې ۹ زرو او ۴۴۷ کسانو روغتیايي چوپړونه ترلاسه کړې دي. روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې دا خدمات یې د هېواد په ۲۸۷ ولسوالیو کې د ۷۶۳ روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې شوې دي.