د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، فضل محمد صابر د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مېرېدوف له لوري هلته د افغانستان د سرپرست حکومت د شارژدافیر په توګه ومنل شو. په اعلامیه کې د مېرېدوف په حواله لیکل شوي، ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو د پلي کول پلان لري ځکه له سرپرست حکومت سره ډيپلوماټيکې اړیکې پراخوي.