د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیدرسول موسوي پر خپله اېکس پاڼه له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي د راپورونو په غبرګون کې لیکلي، څو چې بېوزلي او بېعدالتي وي، کډوالي به وي. نوموړي ویلي کډوالي یوه نړیواله ستونزه ده او حکومتونه نه شي کولای چې د دېوالونو په جوړولو، د کډوالۍ پر ضد په سختو پالیسیو، او له کډوالو سره د غیرانساني سلوک په وسیله دا ستونزه حل کړي. د یادونې ده چې د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي وو، چې له افغانستان سره پر پوله به دېوال جوړ کړي. دغه راز یو شمېر نورو ایراني چارواکو هم ویلي وو، چې له افغانستان سره په پوله د دېوال پر جوړولو کار پیل شوی دی.