د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د پاشدان بند د جوړولو کارونه په عادي ډول جریان لري، چې تر دې مهاله یې ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي. د هریرود سیندیزې فرعي حوزې رییس سردار ولي مزمل وایي، د پاشدان بند کارونه په چټکۍ دوام لري، او چارې یې تر اوسه د ۷۵- ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. د معلوماتو له مخې د پاشدان بند هرات ښار په ۲۵ کیلو مترۍ کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د سرپرست حکومت په ۹ میلیارده افغانۍ بودجه جوړیږې. پاشدان په هرات کې تر سلما بند وروسته دویم لوی د اوبو بند دی، چې د اوبو مدیریت برخه کې له سترو پروژو څخه ده.