د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت وایي، د تېرو دوو کلونو په پرتله بهر ته د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې ده. اقتصادي معاونیت د هېواد د صادراتو په اړه د یو معلوماتي کلیپ په خپرولو سره ویلي، اوس مهال په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته په عادي ډول د هېواد صادرات دوام لري، چې د دغو صادراتو ډېره برخه له ۱۳ ولایتونو څخه ترسره کېږي. یاد معاونیت ویلي، د صادارتو د لا پراختیا او معیاري کولو لپاره په کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې له نړېوالو معیارونو سره سم د صادراتو د پروسس او بسته بندۍ زونونه جوړېږي، چې هر زون ته یې سل جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. اقتصادي معاونیت په عین حال کې ویلي، چې د دغو زونونو د ځمکو د انتقال چارې بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي، چې ۱۰۰زرو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.