د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي تادامیچي یاماموتو په مشرۍ د جاپان د ساساکاوا د سولې د بنسټ له پلاوي سره کتلي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا هم حضور درلود د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو او تاریخي اړیکو په اړه خبرې وشوې او ښاغلي کرزي د افغانستان له خلکو سره د جاپان د همکاریو او مرستو ستاینه وکړه. کرزي دغه راز د ښې او روښانه راتلونکې لپاره د هلکانو او نجونو زده کړې اساس وباله او په هیواد کې یې د نجونو پرمخ د مکتبونو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی.