د هلمند ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي، چې دغه پروژې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار په دویمه، درېیمه او اتمه ناحیه کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د ۱۷۶۷ متره ګلدان او دغه راز د ۱۴۶۰ متره پلې لارې د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره، د دې پروژو رغنیزې چارې به د د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.