د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې په تېر يوه کال کې د افغانستان د سوداګري شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې له دې جملې ۱.۸ میلیارډه یې صادرات او څه باندې ۸ میلیارډه یې واردات دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وویل، چې په تېر يوه کال کې د تشبثاتو د ملاتړ او پیاوړتیا او له بېلابېلو مؤسسو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیک له لارې، څه باندې ۶۴۶ زره کسانو ته په مستقیم او څه باندې ۴ ميليونه کسانو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.