د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان په سوداګریزو اړیکو کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. دغه خبرې پرون د یاد وزارت چارواکو د دولتي ادارو د لاستهراوړنو د وړاندې کولو په غونډه کې کړې دي. د یاد وزارت د چارواکو په خبره، د کانونو، ټرانسپورټ او کرنې په برخو کې شاوخوا ۸۰۰ مېلیارده افغانۍ پانګونه شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په دغه پروګرام کې ویلي چې، د یوه کال په موده کې په کور دننه او بهر د افغاني تولیداتو او محصولاتو د نندارتونونو جوړېدل، د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق رامنځته کول، د ټرانزیت په برخه کې د اسانتیاوو برابرول، د صادراتي اسنادو د پړاوونو د ترسراوي د واحد چتر رامنځته کول، د جواز لیکونو د ښه وېش مدیریت، له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو ټینګښت او پراختیا د دغه وزارت له مهمو ترسره کړو چارو څخه دي.