اقتصاد وزارت وايي، په روان هجري لمریز کال کې د ۱.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت پر څه باندې ۱۳۰۰ پروژو کار روان دی. د دغه وزارت مرستیال د تېر یو کال د لاسته راوړنو د تشریح په مراسمو کې د خوړو نه خوندیتوب په اړه د بهرنیو رسنیو راپورونو د رد ترڅنګ ویلي، چې سرپرست حکومت توانېدلی په تېرو دریو کلونو کې د خوړو نه خوندیتوب کچه راټیټه کړي. په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند وايي، چې اوس مهال ۲۴۷۷غیر حکومتي موسسې په افغانستان کې فعالیت کوي، چې له ډلې یې ۲۱۹۹ کورنۍ او پاتې نورې یې بهرنۍ دي. د هغه په خبره، تېر کال ۱۵۹ کورنيو او ۱۴ بهرنیو موسسو له دوی څخه د فعالیت جوازونه اخیستي دي. د دغه وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې د بېلابېلو بنسټونو پرمټ ۲۱۹۴ پروژې پلي کړې، چې له ۳۰۰ زرو زیاتو کسانو ته یې په کې د کار زمینه برابره کړې ده.