یو شمېر قطر مېشتو افغان پانګوالو د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره کتنه کې له سرپرست حکومت سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی. دغو سوداګرو ویلي، چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او غوښتنه یې کړې، چې په افغانستان کې د یووالي ټینګښت، د بنسټونو د رغولو او پر نظام د ټولو افغانانو د راټولولو لپاره دې لا ډېر کار وشي. په دې کتنه کې سیاسي مرستیال ویلي، افغانستان یو خپلواک، ازاد او ملي حاکمیت لري چې د هیچا تر اغېز لاندې نه دی. هغه ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان کې د سیاست، اقتصاد او امنیت برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. نوموړي قطر کې له مېشتو سوداګرو غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې لارې د هېواد رغولو کې ونډه واخلي.