د بهرنیو چارو وزارت په ۱۴ هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو قونسلي خدمتونه باطل اعلان کړي دي. د یاد وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان کال د جولای د دېشمې د اعلان له مخې؛ په امریکا، انګلستان، بلجیم، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولینډ، سویډن، ناروې، کاناډا، اسټرالیا، د جرمني د بن او برلین ښارونه کې د اداري فساد، د روڼتیا د نشتوالي او له مرکز سره د نه همغږۍ له کبله د افغانستان د سفارتونو قونسلي خدمتونه د اعتبار وړ نه دي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسمو خدماتو کې وثایق، تصادیق، د غیر مسوولیت پاڼې، د پاسپورټونو صادرول، د پاسپورټ نوي کولو سټیکر، د ویزې سټیکرونه او نور شامل دي.