د عامې روغتیا سرپرست وزیر، د افغانستان لپاره د «یو.ان.اف.پي.اې» سازمان له مشر کوابینا اسانتي سره په کتنه کې؛ د هېواد د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د دغه وزارت لومړیتوب بللی دی. د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو د پراخوالي او د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدمتونو په اړه هم خبرې شوې دي. سرپرست وزیر، د یاد سازمان له لوري د جوړو شویو مرکزونو او روغتیايي ځالو په خاطر مننه کړې او په راتلونکي کې یې د نويو روغتیايي ځالو د جوړېدو پر مهال د معیاري او نویو نقشو عملي کولو غوښتنه کړې ده.