په اروزګان ولایت کې په تېرو ۷ میاشتو کې څه د پاسه ۱۲ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي. د ملګرو ملتونو د ماشوماتو ملاتړ صندوق یا یو نسیف سیمهییز مسوولین وایي، ماشومانو ته د میندو شیدو نه ورکول، په کورنیو کې د عامه پوهاوي کموالی، او اقتصادي ستونزې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته کېدو اصلي لاملونه دي. دیني عالمان او د روغتیايي ادارو مسوولین هم د کورنیو اقتصادي ستونزې، عامه پوهاوي کموالی، کلتوري او ټولنیزې ناخوالې پر خوارځواکۍ د ماشومانو اخته کېدو لاملونه ګڼي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف د مالوماتو پر بنسټ تېر ۲۰۲۳ زیږیز کال په اروزګان کې نږدې ۲۶ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.