د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش یادې څرګندونې په چین کې د لانژو له پوهنتون نه د لیدنې پر مهال کړې دي. نوموړي د افغانستان او چین اړیکو ته په اشارې وویل، چې چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرسته کړې چې افغانان ورته د قدر په سترګه کوي. دانش دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د چین او افغانستان تر منځ علمي او فرهنګي اړیکې کولی شي د افغانستان او چین همکارۍ لا پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه چې اوسمهال افغان ځوانان د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي، چې له ډلې یې یواځې ۵۰۰ هغه یې په چین کې دي. دانش دغه راز هیله مندي وښوده، چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان او چین پوهنتونونو تر منځ همکارۍ لا پیاوړې شي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې اوسمهال په کابل پوهنتون کې د چینایي ژبې ډیپارټمنټ فعال دی او دا کولی شي د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.



































