د لوګر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالي کې سېلابونو بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. د مالوماتو له مخې په یاد ولایت کې وروستیو سېلابونو شاوخوا ۱۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه چې پرې د غنمو، لوبیا، کچالو او ځینې نور حبوبات کرل شوې وو، لهمنځه تللي دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي دغه راز وایي، چې د دې زیانونو تر څنګ ورستیو سیلابونو ۱۱ جریبه مېوهلرونکي او غیر مېوهلرونکي باغونه هم لهمنځه وړي دي.د یادولو وړ ده، چې تېره میاشت هم د لوګر په خروار ولسوالي کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله څه باندې ۳ سوه جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه تللي وو.