د کابل د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له کمښته شکایت لري. دوی وايي، چې کورته یې د اوبو په نل لیکو کې میاشت کې یو ځل اوبه راځي. کابل ښاریان وايي، نه شي کولی چې په بیه اوبه واخلي؛ نو اړ دی، چې له اوبو د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره له لرې ځایه اوبه راوړي. د اوبو د کمښت ستونزه تازه نه؛ بلکې له څو کالو راهیسې د پلازمېنې کابل د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي له یادې ستونزې شکایت کوي. په همدې حال کې د مرکزي زون د اوبو رسولو ریاست چارواکي د دغې ستونزې د حل په برخه کې ډاډ ورکوي. تر دې وړاندې هم د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکو د اوبو له کمښت شکایت کړی او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.