د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د طبي بوټو درملو نندارتون جوړ شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغه نندارتون کې ۲۰۰ ډوله بېلابېل د طبي بوټو درمل نندارې ته ایښودل شوي او موخه یې د بوټو د درملو پېژنده ښودل شوې ده. ورته مهال د یاد نندراتون جوړونکي بیا وایي چې دغه نندارتون د فارمسي محصلینو لخوا جوړ شوی او داسې د طبي بوټو درمل یې نندارې په کې وړاندې کړي چې ساری یې په هېواد کې نه لیدل کېږي. د فارمسي محصلین بیا وایي که چېرته تشویق شي نو دې ته ورته اختراعات کولای شي او د هېواد په طبابت کې اغېزمن تمامېدای شي.