د فاریاب ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې د ۱۶ مخابراتي سایټونو د فعالولو چارې پیل شوې. د فاریاب ولایتي مسوولین وايي، چې د دغو سایټونو په فعالولو سره به د یادو ولسوالیو د خلکو ستونزې هوارې شي. اخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې په هېواد کې له مخابراتي خدمتونو محرومو سیمو ته تر ۴۵۰ زیات مخابراتي سایټونه په نظر کې نیول شوي دي.