په افغانستان کې د سره صليب کمیټې مسوولین وایي، چې د روان کال په لومړيو ۶مياشتو کې د تېر کال په پرتله له پخوا پاتې چاودېدونکیو توکو د چاودنې له امله ٣٢٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دې کمېټې په خبره په دې شمېر کې ۲۶۴ ماشومان دي. په هیواد کې د تېرو څلور لسیزو جګړو پاتې چاودېدونکي توکي اوس هم خلکو ته مرګ او ژوبله اړوي. دې کمېټې اټکل کړی، چې ماشومان د ټولو قربانیانو ۸۳ اعشاریه ۵ سلنه جوړوي. که څه هم په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې؛ خو د جګړې پاتې شوني او چاودېدونکي توکي لا هم د خلکو ژوند اخلي. بلخوا يو شمېر معلولين، چې د جګړو له کبله يې پښې له لاسه ورکړې؛ له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د کار زمينه ورته برابره کړي.