د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې هلمند کې د اوبو مدیریت او تنظیم لپاره د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کوي. دغه څرګندونې هلمند ته د کرنې وزارت د تللي پلاوي غړي او د یاد وزارت د اصلاح او زهکشۍ رییس شېرمحمد حاتمي د خپل سفر پرمهال کړې دي. شېرمحمد حاتمي همداراز ویلي چې د یادو پروژو لګښت به د کرنې وزارت له پراختیايي بودجې ورکړل شي. له دې وړاندې هم هلمند کې د اوبو مدیریت او زېرمې لپاره یوشمېر چکډېمونه جوړ شوي او ترڅنګ یې، ځینې نورې پروژې هم پلې شوې دي.