د روغتیا نړیوال سازمان په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز وایي، چې په دې موده کې په پاکستان کې بیا ۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د مالوماتو له مخې تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ نوې پېښې او شپږ نورې په پاکستان کې ثبت شوې دي. دا ناروغي تر ډېره د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان اغیزمنوي. د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د پوليو واکسين درې ورځنیکمپاين هم ترسره شو.