د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزه غونډه و شوه. غونډه کې د ټرانسپورټ او لوژستیک په برخو کې د سوداګرۍ، پانګونې او همکاریو د پراختیا، ودانیزو توکو ، د هایدرو کاربن او منرالونو په زیرمو کې د جیولوژیکي اکتشاف د ترسره کولو، د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید د پروژې د پلي کولو پر میکانیزم، سیمه ییزو همکاریو، د ورېښمو له نوې لارې د اغېزناکې کارونې، د اوسپنې پټلۍ او په ایکو اقتصادي سازمان کې د افغانستان د بیا ګډون په اړه خبرې شوې دي. د اقتصاد وزارت د اعلامیې پر بنسټ، په غونډه کې د دا ډول غونډو د دوام، د غونډو د ځای او وخت په اړه هم هوکړه وشوه.