د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان خپلواکي ۱۰۵ کاله مخکې افغانانو د خپل یووالي له برکته ګټلې او وايي، دغه ستر ویاړ د پردیو له احتیاجه د ځان خلاصولو او پرمختگ له لارې باید وساتل شي. حامد کرزي ویلي، چې د علم او پوهې ترلاسه کولو او ترقۍ لپاره باید زیار وباسو. د هغه په خبره روښانه راتلونکی بې له شکه د ځوان نسل په تعلیم پورې تړلې ده او ضروري ده چې ټول د تعلیم د ودې په برخه کې هراړخیزه هڅه وشي. نوموړي ویلي، د یوه مستقل او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره، یوځل بیا پر سرپرست حکومت غږ کوي، چې په هیواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیزي، څو د علم په زیور سمبالې نجونې د هلکانو ترڅنگ د هیواد د پرمختگ او له احتیاجه د خلاصون لپاره خپله ونډه ادا کړي.