د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ د ځينو کلیو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له کمښته شکایت لري. په دغو کلیو کې د روغتیايي مرکزونو د کموالي له امله د زیږون پر مهال یو شمېر میندې او یا یې هم اولادونه مري. د دې سیمې اوسېدونکي وايي، روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نلري او ډېری وخت ناروغان د درملنې په موخه د څارویو په وسیله روغتیايي مرکزونو ته لېږدوي. پنجاب یوه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې لرې پرتو سیمو کې یې د روغتیايي مرکزونوکمښت او د ناروغانو په ځانګړي ډول امیدوارو میندو لېږدولو اسانتياوو نشتوالی د خلکو جدي ستونزه ګڼل کېږي. د بامیان د عامې روغتیا ریاست مسوولین د پنجاب اوسېدونکو ستونزې تاییدوي، خو په خبره یې د روغتیا په برخه کې د نړیوال بانک ملاتړ ۳۰ سلنه کم شوی دی.