د عامې روغتیا سرپرست وزیر افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان له استازي، ایډوین سینیزا سلویډور، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له استازي، تاج الدین اوېلا او د کډوالۍ نړۍوال سازمان له مسوولینو سره کتلي دي. عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې د مانکي پاکس ناروغۍ د مخنیوي او دغه برخه کې د اړوند ادارو ترمنځ همغږۍ په اړه خبرې شوې دي. د خبرپاڼې لمخې، دغه کتنه کې نور جلال جلالي د مانکي پاکس ناروغۍ مخنیوي په برخه کې د دغو نړۍوالو سازمانونو له استازو د همکارۍ غوښتنه کړې ده. دغه ناسته کې یوې ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د اړوندو ادارو په همغږۍ د یادې ناروغۍ مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.