د نژادي تبعیض د لهمنځه وړلو په اړه د ملګروملتونو کمېټې د پاکستان لهخوا د افغان کډوالو د ډلهییزې ایستنې په اړه د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړې دي. دې کمېټې د افغانانو جبري او ډلهییز ایستل ټکان ورکوونکيبللي او پهدې اړه یې جدي اندېښنه ښودلې ده. د دې کمیټې مشر مایکل بالسرزاک ویلي چې، د افغان کډوالو د ډلهییز اخراج په پلان کې پاکستان اووه لکه افغانان ایستلي دي. پاکستان تېر کال د افغان کډوالو ډلهییز اخراج پیل کړ. د نژادي تبعیض د لهمنځه وړلو په اړه د ملګروملتونو کمېټې مشر زیاته کړه چې، پاکستان باید د زیانګالو افغانانو په تړاو جلا څېړنې وکړي څو ځينې دا افغانان لکه بې سرپرسته ماشومان د قاچاق او ناوړه استفادې له خطرونو بچ پاتې شي.