په جوزجان ولایت کې د نږدې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت دوه روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول او د یوه بل د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحب زاده د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د هېواد هغه لرې پرتې سیمې چې له صحي او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي د عامې روغتیا وزارت له لوري به ورته روغتیايي مرکزونه جوړ او صحي اسانتیاوې برابرې شي. ورته مهال د جوزجان د عامې روغتیا رییس ذبیح الله حسیني ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال له لوري د خواجه دوکوه ولسوالۍ په شهدای دښت لیلي سیمه او د درزاب ولسوالۍ په بتان کلي کې د نږدې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت دوه روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او همدا راز د قوش تيپې ولسوالی په ګردن کلي کې د روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.