د سرپرست حکومت دفاع وزارت په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو په تړاو د امریکا سفارت څخه د وروستیو خپرو شویو څرګندونو په تړاو توند غبرګون ښودلی دی. یاد وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده. په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ملي دفاع وزارت په ښکاره ویلي، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري. د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې د ازبکستان له حکومت څخه هم غوښتنه شوې، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.