دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د ملګرو ملتونو سازمان او له پاکستان سره د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی دی. د یاد وزارت ویاند وایي، چې دغه غونډه به، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل متمرکزه وي. پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې، د پاکستان حکومت د دې غونډې د جوړولو په تړاو د سرپرست حکومت وړاندیز ارزوي. بلخوا په پاکستان کې ځينې افغان کډول وايي، چې د جبري ایستلو او د نړۍوالو سازمانونو د نه پاملرنې په ګډون، له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.