د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، بادونو، دوړو او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی. دغې ادارې ويلي، چې د وږي په ۷مه نېټه ( نن چهارشنبه) به په دې ولایتونو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي. یادې ادارې دغه اټکل په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ، غزني، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی. د هواپېژندنې اداره دغه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختيځو، شمالي، سوېلي، ختيځو او مرکزي ولایتونو کې هم د بادونو، دوړو او خاورو د پېښېدو اټکل شته او په بېلا بېلو سېمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره وي.