د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندونکو یوې ډلې د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې کندهار موزيم کې له زر قلمه زيات تاريخي اثار ثبت او رغولي دي. لرغون پېژندونکي وایي، په ثبت شویو تاريخي اثارو کې د باختري، کوشاني، برونزو او اسلامي دورې د بېلابېلو پړاونو اړوند تاريخي اثار شامل دي، چې د همدې ولایت د موزيم په نوې ودانۍ کې به نندارې ته کېښودل شي. د کندهار اوسېدونکي بيا د تاريخي اثارو ترڅنګ د تاريخي آبداتو د رغونې او ساتنې غوښتنه کوي. منډيګګ، نارنج ماڼۍ، احمدشاهي ښار، نادر کلا او شمشير غر د کندهار مهمې تاريخي سیمې دي، چې د ځينو لرغونتوب ان زرګونو کلونو ته رسېږي.