د راپورونو له مخې د جرمني صدراعظم یوځل بیا ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې مېشت ډېر کډوال به بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي. اولاف شولز د دغه هېواد د کډوالۍ پر پاليسۍ د نيوکو په ځواب کې دا څرګندونې کړې، چې ډېر کډوال به افغانستان او سوريې ته ستانه کړل شي. نوموړي تېره ورځ په یوه ټلویزیوني مرکه کې، ویلي چې په درنو جرمونو محکوم شوي کسان په دغه هېواد کې د پاتې کېدو هېڅ دلیل نه لري. شولز زياته کړې، چې دوى په دې برخه کې چټک کار کوي، خو د دې لپاره چې دا بهیر بریالی شي، نه غواړي چې په دې اړه نور جزیيات شریک کړي.