د بدخشان د ولایتي روغتون مسوولینو ویلي، چې روان لمریز کال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ اخته ۲۶ ماشومان مړه شوي دي. د روغتون مسوولین وایي، چې په تېرو پنځو ۵ میاشتو کې دغه روغتون کې له پنځو کلونو کم عمره د نږدې دوه زره او ۷۰۰ ناروغو ماشومانو له ډلې څه د پاسه ۳۵۰ زیات ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. د بدخشان د ولایتي روغتون د معلوماتو مسوول، عبدالمالک رووفي رسنیو ته ویلي، چې له پنځو کلونو کم عمره دوه زره او ۶۹۶ ناروغان بستر شوي وو، چې له دې ډلې، ۳۶۵ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته وو چې ۲۶ تنه یې مړه شوي دي. په یاد ولایت کې یو شمېر ناروغ لرونکي پر دې ناروغۍ د ماشومانو اخته کېدو لاملونه بې وزلي، ناچاري او ناسالمه تغذیه ګڼي. دوی له سرپرست حکومته او مرستندویه بنسټونو غواړي چې اقتصادي ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.