د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال د دفتر مشر، د یوناما له سیاسي مشر سره په کتنه کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د دوحې درېیمې ناستې د ژمنو پر عملي کېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. د سیاسي مرستیال د دفتر مشر په دغه کتنه کې ویلي، په افغانستان کې ټول بشري حقونه تامین او ټول قوانین د اسلام په چوکاټ کې جوړیږي. نوموړي په دغه کتنه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ډيپلوماټانو کار ته درناوی لري او غوښتنه کوي چې دوی باید د افغانستان قوانینو ته پابند وي. د یوناما د سیاسي برخې مشر په دغه کتنه کې ویلي، دوی به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي. د سیاسي مرستیال د دفتر مشر دغه راز غوښتنه کړې چې په راپورونو کې باید د افغانستان رښتینی تصویر نړۍ ته وړاندې شي.